
7حامد افغان1( سجدهکله چې کوم کبرجن ووينئ پوه شئ چې دی به لمونځ ښه نه کوي او یا به یې بیخي نه کوي، څوک چې ښه لمونځ کوي نو ډېري سجدې او کِبر نهشي سره یوځای کیدلی: قرانكريم وایي: سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ . سورة الفتح 29. له امام مجاهد رحمه الله نه په صحي روایت کې راغليچې دلته مراد “عاجزي ” ده. نو ډېر سجده کوونکي کبرجن نه وي عاجزه وي. اللهم اجعلنا ساجدین لک مخلصین.2( د مومن دوه مهم صفتونهاو د مهربانه ذات بندګان هغه دي چې په ځمکه درانهاو عاجزه روان وي، او کله چې جاهلانو ته مخاطب شي ښه او کره خبره او سلام ورته کوي . وَعِبَادُ الرَّحْمَٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا )سورة الفرقان63(.په دې ایت کې د مومنانو دوه مهم صفتونه بیان شوي دي یو دا چې هغوی درانه او محترم وي او له کبر او غرور نه لري وي او بل دا چې له جاهلانو او ناپوهانو سره د اړیکو په مهال د هغوی جهالت او ناپوهي په درنښت او کره او نرمه خبره ځوابوي محمد بن الحنفیه وایي: مومنان به درانه او پاک ويد ناپوهي کارونه به نه کوي که څوک د ناپوهي چلند ورسره وکړي دوی درانه وي او ورته چلند نه ورسره کوي.3( نن د پرون په هينداره کېاو ځیني خلک چټي خبرې اخلي چې )خلک( د الله له لاري بیلاري کړي. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ . ]لقمان:6[، ویل کیږي دا ایت د النضر بن الحارث په باره کې نازل شوی دی، هغه به د فارس د ځیني پاچاهانو لکه رستم اواسفنديار خبرې او کیسې اخیستلې، په دې به یې د قریشو مجلسونه ښایسته کول څو قران ته غوږ ونه نیسي، ]تفسير الطبري[.نن څومره پرون ته ورته حالات دي، نن سبا څومره اخلاق خرابوونکي لیکنې، فلمونه او نور .. خپریږي،خلک د قران او قراني اخلاقو په اړه موضوعاتو ته څومره کمه توجه لري او د ادب او ترفیه په نوم په موضوعاتو او خواله رسنیو شپه ورځ بوخت وي. نن ته که د پرون په هينداره کې وګورو د النصر بن الحارث پریمانه پیروان زموږ ځوان کوول ته د داسې اسبابو په برابرولو بوخت دي چې هغه یې له قرانکریم او نبوي لارښوونو راګرځوي او بیلاري کوي.4( صلاح او اصلاحاو ستا رب په ظلم سره کلي نه هلاکوي که خلک یې اصلاح راوستونکي وي. وما كان ربك ليهلك القرى بظلم وأهلها مصلحون، ]هود:117[.“مصلح” هغه کس ته وایي چې پخپله صالح او نیک عمله وي او اصلاح راوستونکی هم وي، او “صالح ” هغه چې پخپله ښه وي ، دلته الله جل جلاله )واهلها مصلحون( ویلي دي ” صالحون ” یې نه دي ویلي ځکه یواځي د ځان اصلاح نجات ورکوونکې او د الله له عذاب نه خلاصوونکې نه ده، باید ځانونه پخپله هم اصلاح او اصلاح راوستونکي وګرځوو. نو له صلاح )ځان سمولو( سره اصلاح )نور سمول( لازمه شوه5( په دعوت کې حرص او اخلاصثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْإِسْرَارًا .سورة نوح. یعني بیا مې دوی ته په ښکاره دعوت ورکړ، بیا مې هغوی ته دعوت اعلان اوپه ډاګه کړ، او په پټه مې هم دعوت ورکړ.نوح علیه السلام د خپل دعوت خبره کوي چې خپل امت ته یې په ښکاره او پټه هر ډول دعوت ورکړی، د) اعلنت( او )اسررت( په تفسیر کې د تفسیر وتلی امام مجاهد بن جبر المکي رحمه الله وایي: چیغې او نارې مې ورته وکړې او کورونو ته یې ورغلم. د نوحعليه السلام د دعوت په دې چلند کې د داعي له پاره ډیر څه پراته دي داعي باید د دعوت په لاره کې ډېر حریص واوسي هغه باید خپل قوم ته په ډاګه او پټه هره لاره دعوت ورکړي، لکه څوک چې خپل اولادته په ډېر اخلاص سره په پټه او ښکاره نصیحت او لارښوونه کوي؛ د الله دین ته رابلونکي هم باید په دعوت کې همداسي مخلص او حریص وي. ځکه پهدعوت کې حرص او اخلاص د انبیاو علیهم السلام لاره ده.6( د کمې ډالۍ منلرسول الله صلی الله علیه وسلم فرایي: که زه تشوزر ته وبلل شم ورځم ، او که ماته تش وزر یا د پسه پښه په تحفه کې راکړل شې قبلوم یې .عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِىَ إِلَىَّ ذِرَاعٌ أو كراع لَقَبِلْتُ ، رواهالبخاري،ذراع د پسه یا بل څاروي وزر ته وایي او کراع یې لینګي ته وایي او هغه لینګی چې له غوښې خالي وي، علماء وایي: د دې مطلب دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر څومره کمې تحفي او ډالۍ ته هم په درنه سترګه کتل او منله یې او خلک یې دې ته هڅول چې هر څومره کمه ډالۍ وي هم باید درنه وبلل شي او ډالۍ ورکونکی خپه نه کړل شي .7( کامل مومن نه دیانس بن مالک رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه چا په ما ایمان نه ده راوړی )کامل مومن نه دی( چې په ډکه ګېډه شپه سبا کړي او څنګ ته یې ګاونډی وږی وي او دی پرې خبر هم وي. عن أنس بن مالك ـ رضي الله عنه ـقال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ما آمن بي من بات شبعان وجاره جائع إلى جنبه وهو يعلمبه. رواه الطبراني في الكبير والحاكم في المستدركو صححه الذهبي.د حدیثو شارحین لیکي چې د }ما امن بي{ )په مایېایمان نه ده راوړی( مطلب دا ده چې دا کس پوره او کامل مومن نه دی، ځکه ده د ګاونډيتوب حق نه ده پوره کړی، بخيل، بېغوره او ناترسه دی، که څوک د ایمان تکمیل غواړي او له نقصانه یې ځان ژغوري د خوار او بې وزله ګاونډي د حال پوښتنه باید هېره نه کړي، او د اړتیا په صورت کې دي مرسته ورسره وکړي.8( شک او تردد مه کوئرښتیني مومن چې له کره علماو دین او ایمان ترلاسه کړی وي او هغوی د کتاب او سنت په رڼا کې ورته روښانه کړی وي، نو په دین او ایمان دي ثابت او ولاړ اوسي د بې دینه خلکو او آیتیستانو په پوچو او سطحي دلایلو دي نه دوکه کیږي او له حالاتو سره دي لوری نه بدلوي.د اسلام د ټولو یا اکثره احکامو او اخلاقو په اړه تفصيلي علم او په هغو د مستشرقینو او آیتیستانو د نیوکو ځوابونه یواځي د جیدو او کره علماو د وس خبره ده نو د دوی په نیوکو سره باید عام سړی دشک او تردد ښکار نه شي دا نیوکې باید علماو ته وړاندي او د حل کوښښ یې وکړل شي.9( حق او عدلعمر بن عبد العزيز رحمه الله ته چا وویل: خلک سرکښه او بداخلاقه شول له لښتې پرته په بل شي نه سمیږي. ده ورته وویل: دروغ وایئ عدل او حق یې سموي.په عدل او حق سره د خلکو سمول د رباني، عادل او حقپرست عالم کار ده متاسفانه نن سبا دا صفتونه پهخلکو کې کم شوي دي ځکه لښتو او زورکارولو ته پناه وړي.10( تار او ستنکورته یې مسکین ورغی او د خیرات غوښتنه یې وکړه، ده ورته وویل: لیږ صبر وکړه، کور ته ننوتليږ ځنډ وروسته په داسي حال کې راووت چې تار اوستن یې په لاس کې و او مسکین ته یې وویل: باور وکړه په کور کې مي هیڅ شی هم نه و او دا مي هم زړه نه غواړي چې تش لاس ناامیده دي ولیږم، مهرباني وکړه لیږ راته کښېنه چې جامې دي در وګنډم، هغه ورته کښېناست او ده یې جامې وروګنډلې!.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 2
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1